په بدخشان کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ورزشي فدراسيونونو ملي لوبغاړو ته د‌ عصريې وېش پيل شو

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۲/۱۹ - ۲۲:۳۶
په بدخشان کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د ورزشي فدراسيونونو ملي لوبغاړو ته د‌ عصريې وېش پيل شو

د المپيک بدني روزنې او ورزش عمومي رياست له لوري ورزشکارانو ته د عصريې د وېش په دوام په بدخشان ولايت کې د ورزشي فدراسيونونو په ملي لوبغاړو، د ياد رياست د عصريې د وېش کمېټې د مسول قاري حيات الله رحماني له لوري د عصريې د وېش بهير پيل شو.

دغه وېش څه موده وړاندې په مرکز کابل کې پيل شوی و او ژمنه شوې وه، چې د هېواد ټولو ولايتونو ته به‌ ياده پروسه انتقالېږي او پر ملي لوبغاړو به عصريه وېشل کېږي، چې له نېکه مرغه نن د نوموړې کمېټې د مسول له لوري ياده پروسه په دغه ولايت کې هم پيل شوه.

هېره دې نه وي، چې دغه پروسه به د هېواد په نورو ولايتونو کې هم ورته مخکې ځي او پر ټولو ملي لوبغاړو به د وېش بهير په چټکتيا دوام ولري.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۰:۵۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۰:۴۶
Background image

کابل؛ ميربچه کوټ ولسوالۍ کې د شاوخوا ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د فوټسال جمنازيوم پرانيستل شو

د کابل ولايت په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د حاجي حامد رجبي او ډاکټر صلاح الدين صديقي په مالي لگښت د شاوخوا ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د "امیر حمزه" په نوم د فوټسال معياري جمنازيوم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

BACK TO NEWS