ننګرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۰ - ۱۶:۳۸
ننګرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د ننګرهار ولایت بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري ياد ولايت په مومندرې ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د ډکې مومند سټار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسیدې.

د دغو سياليو پايلوبه د ډکې مومند او ډکې مومند سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د ډکې مومند سټار لوبډلې د پچې په ګټلو سره د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۴۲ منډو هدف وټاکه. په ځواب کې د ډکې مومند لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۲۱ منډې جوړې کړې او د۲۰ منډو په توپير سره يې لوبه وبایلله.

د يادو سياليو موخه بيارغونه او له نظام څخه ملاتړ و، چې ۱۵ ورځې يې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۵
Background image

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د بېلابېلو فدراسيونونو ورزشکارانو له لوري زړه راښکونکي نندارې ترسره شوې.

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ د ياد ولايت په مرکز سپين زر لوبغالي کې د ااا د بیا واکمنېدو د ۵مې کاليزې په مناسبت د بېلابېلو فدراسيونونو ورزشکارانو له لوري زړه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۳
Background image

د ننگرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ گډ ورزشي نمایشات ترسره شول. پهٔ یادو نمایشاتو کې د کونگفتوا، سوک وهنې، کراټې او جمناستیک ورزشکارانو برخه اخيستې وه.

د ننگرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ا.ا.ا د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ گډ ورزشي نمایشات ترسره شول. پهٔ یادو نمایشاتو کې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۵ - ۱۵:۱۰
Background image

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ د جمناستیک، واليبال، بدن ښکلا، واليبال او نورو ورزشي څانګو ورزشي نندارې تر سره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په کامه، خوږياڼو او پچيراګام ولسواليو کې د ا.ا.ا د بيا واکمنېدو د ۵مې کليزې په وياړ د جمناستیک، واليبال، بدن ښکلا، واليبال. . .

BACK TO NEWS