د هاکي ملي فدراسیون اړوند د بېس‌ بال ورزش ۲۱ کسیزه لوبډله ایران ته روانه شوه

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۲ - ۱۹:۱۳
د هاکي ملي فدراسیون اړوند د بېس‌ بال ورزش ۲۱ کسیزه لوبډله ایران ته روانه شوه

د افغانستان د هاکي ملي فدراسیون اړوند د بېس‌ بال ورزش ۲۱ کسیزه لوبډله، د لویدیځې اسیا بېس بال کپ سیالیو کې د ګډون په موخه نن(یکشنبه) ایران ته روانه شوه.

یادې لوبډلې ته د مخه ښې په مراسمو کې د هېواد ورزش ادارې، فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ د ښې استازولۍ سپارښتنه وکړه او په دغو سیالیو کې یې د ښه ځلېدو او تجربو حاصلولو هیله وکړه.

دغه سیالۍ د ایران په کوربه‌توب، د تهران په کرج ښار کې د اووه هېوادونو په ګډون د روانې میلادي میاشتې پر ۱۵مه پیلېږي او تر ۲۱مې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۹
Background image

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۶
Background image

د جمناسټیک نندراې!

د جمناسټیک نندراې!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۴
Background image

مولوي احمدالله وثیق: د آزادۍ ورځ د افغان ولس د قربانیو او دیني مقدساتو د ساتنې پیغام لري

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د اسد ۲۴مې د پنځمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې ورزشي او ولسي غونډې ته وویل، د اسد ۲۴مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې هغه مهمه. . .

BACK TO NEWS