پکتیکا؛ جانيخېلو ولسوالۍ کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۲/۲۶ - ۲۰:۱۷
پکتیکا؛ جانيخېلو ولسوالۍ کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پيل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د واليبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت جانيخېلو ولسوالۍ په چامړۍ سيمه کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې برات خېل لوبډلې خپلې سیالې خيرکوټ بازار لوبډلې ته د ۲/۰ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې وګټله.

د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او له نشه يې توکو څخه لېرې والی دي، چې ۱۲ ورځې به دوام وکړي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۰:۵۵
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۰:۴۶
Background image

کابل؛ ميربچه کوټ ولسوالۍ کې د شاوخوا ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د فوټسال جمنازيوم پرانيستل شو

د کابل ولايت په میربچه کوټ ولسوالۍ کې د حاجي حامد رجبي او ډاکټر صلاح الدين صديقي په مالي لگښت د شاوخوا ۳۰۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د "امیر حمزه" په نوم د فوټسال معياري جمنازيوم. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

BACK TO NEWS