کاپیسا؛ مرکز محمود راقي ښار کې د ۳۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۲/۲۶ - ۲۰:۳۸
کاپیسا؛ مرکز محمود راقي ښار کې د ۳۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې

د کاپیسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پهلوانۍ ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز محمود راقي ښار کې د ۳۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

دغه سیالۍ، چې د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو او په بېلا بېلو وزني ګټګوریو کې وشوې، په پایله کې ۲۰ تنه پهلوانان د یاد ولایت د پهلوانۍ لوبډلې ته وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه د پهلوانۍ ورزش ته وده ورکول او د غوره پهلوانانو موندل و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

د سیالیو په پای کې غوره پهلوانانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۵
Background image

زابل کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سیالي ترسره شوه

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ، د اتلتیک فدراسیون استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز قلات ښار کې د ١٦ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالي ترسره شوه.

دغه سیالي، چې په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۳۲
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د جمناسټیک کلب پرانيستل شو

د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت سره په همغږۍ د نادعلي ولسوالۍ په ناقل آباد سيمه کې د استاد مطيع محمود خېل په مالي لگښت د ۱٫۲۰۰۰۰ زره افغانيو په ارزښت د جمناسټیک کلب ۵مه څانگه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

خوست کې د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت د فوټبال لس لوبڅارانو ته د لوبڅارنې روزنیز سمینار پیل شو، چې درې ورځې به دوام وکړي.

دغه سمینار د استاد بادشامیر ملنګ لخوا. . .

BACK TO NEWS