بلخ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ وشوې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۲/۲۷ - ۱۶:۴۱
بلخ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کونګ‌فو سیالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د کونګ‌فو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت د بلخ ولسوالۍ په ثمرقند کلي کې د پسرلني جام په نوم د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د نویو ځوانانو، ځوانانو او د لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې د کونګ‌فو سیالۍ وشوې.

دغه سیالۍ، چې د تک فایټ په ډول وشوې، په پایله کې ۲۵ تنو ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې او لومړي مقامونه ترلاسه کړل.

د سیالیو په پای کې د ورزش مسؤلینو له لوري غوره ورزشکارانو ته مډالونه، کمربندونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۲۱:۴
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

 

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۲۱:۲
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

 

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۷ - ۲۱:۰
Background image

د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې میانمار ته ماته ورکړه

د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې د ٢٠٢٧ اسیا جام ته د لار موندنې سیالیو په خپله لومړنۍ لوبه کې کوربه میانمار ته د ١ - ٤ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

افغان لوبډله به خپله دویمه لوبه. . .

BACK TO NEWS