کابل کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو نویو ځوانانو دولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۵۲
کابل کې د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو نویو ځوانانو دولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست اړوند د تکواندو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار له ۲۰ ورزشي کلبونو څخه د ۱۲۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو نویو ځوانانو دولسم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پيل شوې، چې دوې ورځې به دوام وکړي.

دغه سیالۍ به د نویو ځوانانو په عمري کټګورۍ او په ۱۰ بېلا بېلو وزني کټګوریو کې ترسره شي، چې په پایله کې به ۴۰ غوره ورزشکاران د کابل ښار د تکواندو نویو ځوانانو منتخبې لوبډلې ته وټاکل شي.

د دغو سیالیو په پرانیستغونډه کې د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د یاد ریاست په پوهنتونو، ښوونځیو او مدرسو کې ورزش ته د ودې ورکولو رئیس داد محمد ناوک، د تکواندو ملي فدراسیون د رهبري غړو او ورزشکارانو ګډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس احمد الله وثیق د کابل ښار د تکواندو نویو ځوانانو سیالیو کې د غوره ورزشکارانو د موندنې په موخه د دغه ډول سیالیو په ترسراوي خوښي څرګنده کړه او د ورزشکارانو د بریا غوښتونکی و.

همدارنګه ښاغلي وثیق ټینګار وکړ، چې د هېواد ورزش ادره په همدې هڅه کې ده؛ ترڅو ورزش په ټول هېواد کې وده وکړي او د ورزشکارانو ملاتړ د ورزش ادارې یو له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.

یادې سیالۍ به د کابل ښار د تکواندو نویو ځوانانو منتخبې لوبډلې ته د غوره ورزشکارانو د موندلو او د المپیک تکواندو ځوانانو په سیالیو کې د نثار احمد عبدالرحیم‌زي له لوري افغانستان ته د لومړي مډال را وړولو په ویاړ ترسره شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۹
Background image

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۶
Background image

د جمناسټیک نندراې!

د جمناسټیک نندراې!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۴
Background image

مولوي احمدالله وثیق: د آزادۍ ورځ د افغان ولس د قربانیو او دیني مقدساتو د ساتنې پیغام لري

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د اسد ۲۴مې د پنځمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې ورزشي او ولسي غونډې ته وویل، د اسد ۲۴مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې هغه مهمه. . .

BACK TO NEWS