دایکندي کې د ۱۰ لوبډلوترمنځ د فوټسال سیالۍ د طوفان دشت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۱ - ۱۰:۵۵
دایکندي کې د ۱۰ لوبډلوترمنځ د فوټسال سیالۍ د طوفان دشت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز نیلي کې له شل کلنو کم عمره جام په نوم د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د طوفان دشت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې طوفان دشت لوبډلې خپلې سیالې صفري اکاډمي لوبډلې ته د ۵/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ یووالی رامنځته کول و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۲۲ - ۱۲:۰
Background image

خوست؛ په مرکز متون کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او امنیه قوماندانۍ په ګډه همغږۍ په مرکز متون شيخ زايد ورزشي جمنازيوم کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

د دغو سياليو لومړۍ لوبه د. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۲۲ - ۱۱:۵۴
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د کلالګو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۲۲ - ۱۱:۵۲
Background image

خوست کې د ٥٦ ورزشکارانو ترمنځ دودیزې سیالۍ ترسره شوې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند چولانو سیمه کې د ٥٦ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو، رسۍ کش کولو او تیږې اچولو دودیزې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو. . .

BACK TO NEWS