غور؛ په شهرک ولسوالۍ کې د ۱۴ الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۲۷ - ۲۲:۱۰
غور؛ په شهرک ولسوالۍ کې د ۱۴ الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د غور ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري په‌ شهرک ولسوالۍ کې د ۱۴ الف لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه د ميهن او خراسان لوبډلو ترمنځ وشوه، چې په پايله کې ميهن لوبډلې د ۳ـ۱ ګولونو په توپير خپلې سيالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

دغه سيالۍ چې يوه مياشت يې دوام وکړ، موخه يې د ځوانانو ترمنځ د يووالي فضا رامنځته کول وو.

هېره دې نه وي، چې په پای کې د ياد ولايت د‌ورزشي امريت له لوري اتلې لوبډلې ته د اتلولۍ کپ او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۹
Background image

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

په روان ورزشي جشن کې د دفاع وزارت د فاعي ځواک برخه واخيسته او په ګډونوالو يې ګلان وشیندل!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۶
Background image

د جمناسټیک نندراې!

د جمناسټیک نندراې!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۴ - ۱۷:۵۴
Background image

مولوي احمدالله وثیق: د آزادۍ ورځ د افغان ولس د قربانیو او دیني مقدساتو د ساتنې پیغام لري

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمدالله وثیق د اسد ۲۴مې د پنځمې کلیزې په مناسبت جوړې شوې ورزشي او ولسي غونډې ته وویل، د اسد ۲۴مه د افغانستان په معاصر تاریخ کې هغه مهمه. . .

BACK TO NEWS