ننگرهار؛ شېرزاد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د شپږیزې کرکټ ليگ پيل شو

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۹:۳۵
ننگرهار؛ شېرزاد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د شپږیزې کرکټ ليگ پيل شو

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د ياد ولايت په شېرزاد ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ځوانانو هڅولو او ورزش ته د ودې ورکولو په موخه د شپږیزې کرکټ ليگ لومړي پړاو سيالۍ پيل شوې.

د يادو سياليو لومړۍ لوبه د طوطو سده خېلو ځوانانو او پټلو سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبه پچه طوطو سده خېلو لوبډلې وگټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې يې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۴۲ منډو هدف وټاکه، په مقابل کې پټلو سټار لوبډلې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره يوازې ۹۰ منډې وکړې او لوبه يې د ۵۲ منډو په توپير وبايلله.

د ويلو وړ ده، چې دغه سيالۍ به شاوخوا دوې اوونۍ دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۵:۱۷
Background image

زابل کې د ۳۰۰ غېږ نيونکو ترمنځ د غېږ نيونې ټاکنیزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ملي او دودیزو لوبو مدیریت له لوري د ياد ولايت په ميزانه ولسوالۍ کې د ۳۰۰ غېږ نيونکو ترمنځ د زابل منتخبې لوبډلې ته د غوره غیږ نيونکو ټاکلو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۴۰
Background image

څوکۍ ولسوالۍ لوبډلې د کونړ ولايت په کچه د واليبال سياليو اتلولي وگټله

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز نوآباد سيمه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ياد ولايت په کچه د واليبال سيالۍ، چې ۱۵ ورځې. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۱۴:۳۸
Background image

کندز پيروزي لوبډلې د شمال ختيځ زون په کچه د فوټبال ليگ سياليو اتلولي وگټله

د کندز ولايت ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست او د فوټبال ملي فدراسیون په گډه همکارۍ او د روشن مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په مرکز کې د څلورو ولايتونو ترمنځ د شمال زون په. . .

BACK TO NEWS