پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۵۷
پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خواجه بابا لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د خواجه بابا او زمریکوټ اتلانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه زمریکوټ اتلانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو شپږو اورونو کې یې د اتو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ٧٣ منډو هدف وټاکه. خواجه بابا لوبډلې ټاکلی هدف د لوبې په څلورم اور کې د دوو ویکټو په زیان پوره کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د سیمې د خلکو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې لس ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده سیونټي موټر سایکل ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۵۷
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خواجه بابا. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د کندز ولایت سربېره له ګل تیپې، کلباد، قلعه زال او امام صاحب. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۴۷
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د کبډي سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولايت د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کبډي ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د کبډي سيالۍ د الــ..منصور لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS