هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۲۵ - ۱۱:۳۲
هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د اریانا لکي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د لکړۍ ځوانانو او آریانا لکي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په ټاکلي وخت کې لوبه صفر- صفر مساوي شوه، خو په پنالټیو کې بیا آریانا لکي لوبډلې د ۴/۳ ګولونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې درې اوونۍ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۸:۱
Background image

د افغانستان د پهلوانۍ لومړي پړاو غوره ليګ سياليو پر دوام

د افغانستان د پهلوانۍ لومړي پړاو غوره ليګ سياليو پر دوام، په اوومه ورځ د قوشتېپې او ستاره ها لوبډلو او همداراز د اخوت او فتح لوبډلو د ۲۰ جوړو څلوېښتو پهلوانانو ترمنځ، چې په هره لوبډله. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۷:۵۹
Background image

غزني؛ د ورزش ادارې د رهبري په شتون کې د فوټبال لوبغالي مصنوعي چمن پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د ورزش ادارې د رهبري په شتون کې د غزني ولایت د فوټبال لوبغالي مصنوعي چمن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د یادې پروژې موخه د ورزشي تاسیساتو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۶ - ۷:۵۷
Background image

د بغلان په کوربتوب د اوو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو UFC سبک سیالۍ وشوې

د بغلان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د رزمي لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د اوو ولایتونو ترمنځ د رزمي لوبو UFC سبک سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې. . .

BACK TO NEWS