د بغلان مرکز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال حذفي جام لومړی پړاو سيالۍ پيل شوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال حذفي جام لومړی پړاو سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې بغلان شاهين لوبډلې خپلې سیالې ستاره های فابريکې لوبډلې ته د ۳/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او لومړۍ بريا يې خپله کړه.
د يادو سياليو موخه راتلونکو سياليو ته د غوره لوبډلې موندل و.