هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د لسو ب لوبډلو ترمنځ د فوتبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د لسو ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې هلمند ب لوبډلې د یو پر صفر ګول په توپیر خپلې سیالې مینوال ی لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.