پکتیکا؛ سروبي ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۱ - ۱۴:۸
پکتیکا؛ سروبي ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په سروبي ولسوالۍ کې د ٣٠ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ماسټر ګوهر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د افغان سټار او ماسټر ګوهر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه افغان سټار لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو ١٢ اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٧٣ منډو هدف وټاکه. ماسټر ګوهر لوبډلې ټاکلی هدف د اوو ویکټو په زیان د لوبې په وروستي اور کې ترلاسه کړ او د درېیوو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ١٦ ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۵
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۴
Background image

رسنيز بلنلیک!

رسنيز بلنلیک!

 

پنجشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۱ - ۱۲:۱
Background image

د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې کمبودیا ته ماته ورکړه

د فوټبال له ١٧ کلونو کم عمره لوبډلې د ٢٠٢٧ اسیا جام ته د لار موندنې سیالیو په دویمه لوبه کې کمبودیا ته د ۳ ـ صفر ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

افغان لوبډلې خپله لومړنۍ سیالي له کوربه. . .

BACK TO NEWS