پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۴۶ ورزشکارانو ترمنځ د کونګفو سیالۍ وشوې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۹:۲۸
پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د ۴۶ ورزشکارانو ترمنځ د کونګفو سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کونګفو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۴۶ ورزشکارانو ترمنځ د کونګفو دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټګوریو کې تر سره شوې، چې په پايله کې ۲۳ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.

د یادو سیالیو موخه په یاد ولایت کې د کونګفو ورزش ته وده ورکول وو، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۵
Background image

زابل، شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې پاک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۵:۳۲
Background image

هلمند؛ ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عزیزي اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۴:۳۷
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال B گروپ سيالۍ چې دوې مياشتې مخکې پيل. . .

BACK TO NEWS