ننګرهار کې ۲۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پهلواني فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار د فوټبال په مرکزي لوبغالي کې د ۲۶۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او مشرانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پای کې ۱۳۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
