تخار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د دویم بلاک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۹:۵۴
تخار کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د دویم بلاک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د تخار ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په محبس کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې یوه اونۍ مخکې پيل شوې وې د دویم بلاک لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې دویم بلاک لوبډلې خپلې سیالې صفاالدین لوبډلې ته د ۳/۲ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د والیبال لوبو ته وده ورکول او د لوبغاړو ترمنځ یووالی رامنځته کول و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۲:۵۰
Background image

هلمند؛ باباجي ولسوالۍ کې د لس لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په باباجي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د شاهین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱ - ۱۲:۴۸
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې ۲۵ ورځې به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه. . .

BACK TO NEWS