پکتیا کې د ۵۶ ورزشکارانو ترمنځ د کونګفو سیالۍ وشوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۲:۲۸
پکتیا کې د ۵۶ ورزشکارانو ترمنځ د کونګفو سیالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کونګفو فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ۵۶ ورزشکارانو ترمنځ د کونګفو دوستانه سیالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټګوریو کې تر سره شوې، چې په پايله کې ۲۸ ورزشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.

د یادو سیالیو موخه په یاد ولایت کې د کونګفو ورزش ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۱
Background image

ميدان وردگ کې د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ميدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولايتونو ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال څلورم پړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۸
Background image

کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د تېپ پال کرېکټ سیالۍ د وصال ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۶
Background image

بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه. . .

BACK TO NEWS