بامیان کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ د عقابان غلغله لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۶ - ۱۹:۲۵
بامیان کې د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ د عقابان غلغله لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت له مرکز او والسوالیو د ۹ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ، چې درې اونۍ مخکې پيل شوې وې د عقابان غلغله لوبډلې په اتلولۍ پای ته وسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې عقابان غلغله لوبډلې خپلې سیالې امید بامیان لوبډلې ته د ۴/۱ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د فوټبال لوبو ته وده ورکول او د غوره لوبډلې موندل و؛ د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۱۰:۲
Background image

پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکې ښرنه کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د سکېټ سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په پایله کې جهانزېب لومړی، روح الله دویم او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۵۱
Background image

زابل؛ مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز قلات ښار کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ فول کنټاکټ سبک سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۸ - ۹:۴۹
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوتبال الف لیګ سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف لیګ سیالۍ د سپین غر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

BACK TO NEWS