هلمند؛ ګرمسېر ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو په لومړۍ لوبه کې هزار جفت مرکزي لوبډلې د ۴ پر یو ګولونو په توپیر خپلې سیالې هلمندي یارانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو لومړۍ بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.
