کابل کې له ۱۰۰ زیاتو ورزشکارانو ترمنځ د جودو د ځوانانو ملي لوبډلې سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۲ - ۱۷:۱۳
کابل کې له ۱۰۰ زیاتو ورزشکارانو ترمنځ د جودو د ځوانانو ملي لوبډلې سیالۍ پیل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د جودو ملي فدراسیون له لوري د یاد ریاست په ۵۰۰ کسیز جمنازیوم کې د هېواد له ۱۰۰ زیاتو ورزشکارانو ترمنځ د جودو د ځوانانو ملي لوبډلې سیالۍ پیل شوې.

د دغو سیالیو په پرانیستغونډه کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د یاد ریاست فني او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدارڼ، ورزشي مشاور قا.ري حیات الله رحماني، د نشراتو رئیس اتل مشواڼي، د جودو ملي فدراسیون مسوولینو او د یادې برخې ورزشکارانو ګډون کړی وو.

په دغو سیالیو کې د هېواد له ۱۳ ولایتونو د جودو د ځوانانو ملي لوبډلې ورزشکارانو د ۶۰ څخه تر ۷۳ کیلوګرام وزنونو کې ګډون کړی وو.

د یادو سیالیو موخه بهرنیو سیالیو ته د غوره ورزشکارانو موندل او د جودو ورزش ته وده ورکول دي، چې دوې ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۷
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

 

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۵
Background image

بلخ؛ په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسیدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ او د فوټسال کېمټې له لوري د یاد ولایت په دولت آباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ چې دوې اوونۍ. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۲۱:۱۴
Background image

هلمند؛ په مرکز لښکرګاه کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز لښکرګاه مرکزي فوټبال لوبغالي کې د ۱۶ بي لوبډلو ترمنځ د فوټبال ګروپي سیالۍ پیل شوې. . .

BACK TO NEWS