پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د نهو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۲۵ - ۱۳:۳۳
پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د نهو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز ګردېز ښار کې له نهو ولایتونو د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د پکتیا نیازیو اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې له پکتیا، کابل، خوست، لوګر، میدان وردګ، پکتیکا، ننګرهار، لغمان او کونړ ولایتونو څخه ۵۰ لوبډلو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې پکتیا نیازیو لوبډلې د ۳ پر یو میدانونو په توپیر خپلې سیالې میدان وردګ لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ ورزش ته د ودې ورکولو او د قومونو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۵۰ ورځې یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته ۴۰زره او دویمې لوبډلې ته لس زره افغانۍ د ډالۍ په توګه ورکړل شوې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۹:۵۹
Background image

لغمان کې ۲۰۰ ورزشکارانو او استادانو ته د فکري روزنې اصلاحي سمينار پيل شو

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د دعوت او ارشاد رياست له لوري د لغمان ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د بېلابېلو فدراسيونونو ۲۰۰ ورزشکارانو او استادانو ته د فکري روزنې اصلاحي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳۰ - ۱۹:۵۸
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې له ویتنام څخه دویمه لوبه هم وګټله

د فوټسال ملي لوبډلې ۲۰۲۶ اسیا جام سیالیو ته د چمتووالي په موخه ویتنام ته دویمه دوستانه سیالۍ کې هم د ۵ – ٢ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

افغان ملي لوبډلې په لومړۍ سیالۍ کې د ۵ ـ ۳ګولونو. . .

BACK TO NEWS