بلخ ؛ چاهي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چاهي ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ بیدو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې بیدو لوبډلې د یو پر صفر میدان په توپیر خپلې سیالې نثار لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
یادې سیالۍ واليبال ته د ځوانانو د هڅولو په موخه تر سره شوې، چې يوه شپه يې دوام وکړ .
