بادغیس؛ مرکز قلعه نو کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پيل شوې

د بادغیس ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز قلعه نو کې د ورورولۍ جام په نوم د ۱۶ لوبډلو ترمنځ په څلورو ګروپونو کې د فوټسال سیالۍ پيل شوې، چې درې اوونۍ به دوام وکړي.
د دغو سیالیو په لومړۍ لوبه کې موفق لوبډلې خپلې سیالې نریمان لوبډلې ته د ۶/۴ ګولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د فوټسال لوبو ته د ځوانانو هڅول او د لوبغاړو ترمنځ یووالی رامنځته کول دي.