بدخشان؛ بهارک ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۸ - ۹:۵۶
بدخشان؛ بهارک ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې

د بدخشان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دودیزو لوبو ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بهارک ولسوالۍ کې د ۶۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې جیحون او بصیر بابا عاشور پهلوانان تر نورو ښه وځلېدل، خوسی یې تر ټاکلې دایرې ورسوه او د ډالیو ګټونکي شول.

د یادو سیالیو موخه د وزلوبې ورزش ته وده ورکول او د وزلوبې مني موسم سیالیو ته د چاپندازانو لا ښه چمتوالی و، چې درې ورځې یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۰
Background image

میدان وردګ؛ مرکز میدان ښار کې د اتو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز میدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولایتونو د ۳۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال څلورم پړاو سیالۍ د عبدالوهاب لوبډلې په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۲۵
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۹:۲۲
Background image

هلمند؛ ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت دبدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ۱۹ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د بارک اتلانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې. . .

BACK TO NEWS