کابل کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې او ګلولې غورځولو ملي ټاکنيزې سيالۍ پيل شوې

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د اتلتيک ملي فدراسيون له لوري د هېواد له ۱۹ ولايتونو څخه د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې او ګلولې غورځولو ديارلسم پړاو ملي ټاکنيزې سيالۍ، د هېواد په غازي سټډیوم کې پيل شوې.
په دې سياليو کې به ورزشکاران له ۱۰۰ متره واټن څخه تر ۲۱ کيلو متره واټن پورې، په بېلابېلو واټنونو کې د ځغاستې سيالۍ ترسره کړي، چې په پايله کې به يې ۲۷ تنه ملي لوبډلې ته وټاکل شي.
دغه راز د ګلولې غورځولو (پرتاب گلوله) سيالۍ به يې د ۲۵ لوبغاړو ترمنځ وشي، چې په پايله کې به يې ۳ تنه د ګلولې غورځونې ملي لوبډلې ته وټاکل شي.
دغه سيالۍ د هېواد ورزش ادارې د فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ، د نشراتو رئيس اتل مشواڼي، د اتلتيک ملي فدراسيون رئیس شاپور اميري، ورزشي مسوولينو او ورزشکارانو په حضور کې پيل شوې، چې ښاغلي ځدراڼ د وينا پرمهال ورزشکارانو او ورزشي مسوولينو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، روان کال د لاسته راوړنو کال ياد کړ او زياته يې کړه، چې زموږ د بېلابېلو رشتو ورزشکارانو په نړيوالو سياليو کې مختلف مډالونه او اتلولۍ ګټلې دي او لاهم په نړيوالو سياليو کې لوبېږي.
دغه راز نوموړي د اتلتيک ملي فدراسيون يو له مهمو فدراسيونونو څخه ياد کړ او هيله يې وښوده، چې يو ورځ به دوی هم لکه د نورو فدراسيونونو له نړيوالو سياليو بېلابېل مډالونه او وياړونه هېواد ته راوړي.
د ويلو ده، چې دغه سيالۍ د اتلتيک ملي فدراسيون ملي لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندلو په موخه پيل شوې، چې درې ورځې به دوام وکړي.