کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ او د امام صاحب ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري د یادې ولسوالۍ په خورشید ورزشي لوبغالي د ۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې ۲۵ کورشکارانو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې او د ډالیو ګټونکي شول.
د یادو سیالیو موخه دودیزو لوبو ته وده ورکول او خلکو ته سالمه تفرېح برابرول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
