بامیان؛ ورس ولسوالۍ کې د سنګ سول سیالۍ وشوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۴ - ۱۳:۲۵
بامیان؛ ورس ولسوالۍ کې د سنګ سول سیالۍ وشوې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ورس ولسوالۍ ورزشي استازولۍ له لوري په یادې ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د سنګ سول سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې توانا لوبډلې لومړی، بندکوسه لوبډلې دویم او شېران کوه بابا لوبډلې بیا درېیم مقام خپل کړ.

د یادو سیالیو موخه سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول و، د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې او ورزشکارانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۱۱
Background image

هلمند؛ ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ګرشک ولسوالۍ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۹
Background image

تخار؛ درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په درقد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه ییزې سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۴ - ۱۰:۶
Background image

تخار؛ مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې

د تخار ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او سيمه ييزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز تالقان ښار کې د ۱۸ ورزشکارانو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې.

د دغو سياليو په. . .

BACK TO NEWS