پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۴۷
پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د جلالزو او هستي کلا لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه جلالزو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو اوو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ٩٩ منډو هدف وټاکه. هستي کلا لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اتو ویکټو په زیان ٨٤ منډې وکړې او د ١٤ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ لرې پرتو سیمو کې ورزش ته د ودې ورکولو په موخه پیل شوي دي، چې ١٧ ورځې به دوام وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۹:۲۲
Background image

هرات؛ پنجمین دور مسابقات هنرهای رزمی پانکریشن با اشتراک ۹۰ ورزشکار برگزار شد

پنجمین دور مسابقات فدراسیون پانکریشن تحت عنوان جایی برای درخشش قهرمانان از سوی مدیریت عمومی ورزش های غیر المپیکی هرات برگزار شد.

در این رقابت ۹۰ فایتر از باشگاه های فعال ولایت هرات. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۹:۲۱
Background image

پکتيکا کې د ۳۷ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سيالۍ وشوې

د پکتيکا ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د نیزه وهنې، وزلوبې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ښرنه کې ۳۷ لوبډلو ترمنځ د نیزه وهنې سيالۍ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۱ - ۹:۱۹
Background image

کندز؛ چهاردرې ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د چهاردرې ولسوالۍ په عيسی خېلو سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ د خان زاخېل لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS