زابل؛ شاجوی ولسوالی کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ ترسره شوې
د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولايت په شاجوی ولسوالی کې له دوو کلبونو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پایله کې د استاد نادرخان کلب ورزشکارانو لومړی مقام خپل کړ.
دا سیالۍ ملي او دودیزو لوبو ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
