کندز؛ ارچي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنخ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۲ - ۱۴:۳۷
کندز؛ ارچي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنخ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په ارچي ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د محمد نبي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په پایلوبه کې محمد نبي لوبډلې د ۲۵ پر ۱۲ نمرو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه شپه یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۸:۱۹
Background image

سمنگان؛ ايبک کې د ۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې

د سمنګان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د کورش ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ايبک کې د ۵۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۸ - ۱۸:۱۷
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشريف ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ وشوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د رسۍ کشولو سيالۍ ترسره شوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.

د دغو سياليو په پایله کې. . .

BACK TO NEWS