کاپیسا؛ مرکز محمود راقي کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ وشوې
د کاپيسا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ملي او سیمه ییزو لوبو مدیریت له لوري د یاد ولایت د مرکز فیروز کوه ښار په ریګروان سیمه کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچولو سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې احسان لومړی، سبحان دویم او منصور بیا درېیم مقام خپل کړ.
د یادو سیالیو موخه دودیزو لوبو ته وده ورکول و، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
