بلخ ؛دهدادي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په دهدادي ولسوالۍ کې د نهو لوبډلو ترمنځ د واليبال سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو پايلوبه کې چهاربولک ځوانانو لوبډلې د یو پر صفر میدان په توپیر خپلې سیالې اتحاد بلخ لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د بلخ ولايت واليبال ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه تر سره شوې، چې يوه شپه يې دوام وکړ .
