بلخ؛ دولت آباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې
د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په دولت آباد ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د قزل ایاق لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالو پایلوبه کې قزل ایاق لوبډلې د یو پر صفر میدان په توپیر خپلې سیالې چهار بولک ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او د سیالیو اتلولي یې وګټله.
یادې سیالۍ د بلخ ولايت د واليبال ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه تر سره شوې، چې يوه شپه يې دوام وکړ.
