پکتيکا؛ په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پای ته ورسېدې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ او جاني خېلو ولسوالۍ د ځوانانو له لوري د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د چامړي اتلانو لوبډلې په اتلوالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د چامړي اتلانو او ټايګر لوبډلو ترمنځ وشوه، لومړی توپوهنه چامړي اتلانو لوبډلې وکړه او په ټاکلو ۱۱ اورونو کې يې سيالې لوبډلې ته د درېيو لوبغاړو په زیان ۱۵۴ منډي هدف کېښود، د لوبې په دويمه پاڼۍ کې ټایګر لوبډلې د ياد هدف په تعقيب ۱۵۰ منډې جوړې کړې او په اوو ویکټو يې ماتې وخوړه.
هېره دې نه وي چې دغو سياليو اته ورځې دوام وکړ او موخه يې د ځوانانو ترمنځ د يووالي فضا رامنځته کول ياد شوي دي.
