کندز؛ په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند وزلوبې فدراسیون له لوري په امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سیالۍ وشوې.
د دغو سیالیو په پایله کې لومړی اخرلاق عبدالله ترکمن پهلوان او دویم اخرلاق عبدالاحد پهلوان تر ټاکلې موخې ورساوه او بریاوې یې خپلې کړې.
