خوست؛ اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۴ - ۱۰:۱۶
خوست؛ اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسيون د استازولۍ له لوري د اسماعيل خېلو مندوزيو ولسوالۍ په مټې چينې سيمه کې د ۵۲ لوبډلو ترمنځ د "يووالي جام" په نوم د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ د متون اتفاق کلب په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو پايلوبه د متون اتفاق او ساقي کلبونو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، د لوبې پچه ساقي کلب وگټله او لومړی يې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې يې د اوو لوبغاړو په سوځېدو سره سيالې لوبډلې ته د ۱۰۲ منډو هدف وټاکه، په ځواب کې متون اتفاق کلب ياد هدف د لوبې په شپږم اور کې ترلاسه کړ او سيالي يې د اتو ویکټو په توپير وگټله.

د ويلو وړ ده، چې د دغو سياليو اتلې لوبډلې ته يو عراده موټرسايکل او دويم مقام گټونکې لوبډلې ته يو پسه د انعام په توگه ورکړل شو.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۴۷
Background image

هلمند؛ کجکي ولسوالۍ کې د شپږو ولسوالیو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په کجکي ولسوالۍ کې له شپږو ولسوالیو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د هلمند ولایت د شمالي او. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۸
Background image

بغلان؛ ډنډ غوري ولسوالۍ کې د ۱۰۰ چاپندازانو ترمنځ د وزلوبې سيالۍ وشوې

د بغلان ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د وزلوبې، نېزه وهنې او دوديزو لوبو ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ډنډ غوري ولسوالۍ کې له تخار، کندز، سمنګان، بلخ، پنجشېر،. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۱۴:۳۳
Background image

دایکندي؛ کجران ولسوالۍ کې د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د ياد ولايت په کجران ولسوالۍ کې له مرکز او د کجران ولسوالۍ له کليو څخه د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې. . .

BACK TO NEWS