دایکندي؛ مرکز نیلي ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۲۵ - ۱۰:۱۶
دایکندي؛ مرکز نیلي ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز نیلي ښار کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ سیالۍ د افتخار کیتي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې افتخار کیتي لوبډلې د ۴ پر یو ګول په توپیر خپلې سیالې اتحاد دایکندي لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ فوټبال ورزش ته د ودې ورکولو او غوره ورزشکارانو پېژندلو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې د یاد ولایت ورزشي آمریت له لوري اتلې لوبډلې او غوره ورزشکارانو ته ورزشي ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۲۲
Background image

ميدان وردگ؛ چک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چک ولسوالۍ کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ چې ۵ ورځې مخکې پيل شوې وې د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۲۱
Background image

زابل؛ شينکۍ ولسوالۍ کې د سيمه ییزې غېږنيونې سيالۍ وشوې

د زابل ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت په شينکۍ ولسوالۍ کې د ۵۰ غېږنيونکو ترمنځ د سيمه ييزې غېږنيونې سيالۍ وشوې.

دا سيالۍ د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۲:۱۹
Background image

سرپل کې د څلور لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزمې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز کې د څلورو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د حوض لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه کې حوض لوبډلې. . .

BACK TO NEWS