کابل کې د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ژمنۍ سیالۍ پیل شوې
د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست سره په همغږي د ووشو ملي فدراسیون له لوري د ۱۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو ژمنۍ سیالۍ پیل شوې.
په دغو سیالیو کې د کابل ښار له ۵۰ زیاتو کلبونو څخه د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو او له ۲۲ تر ۱۰۰+ کېلوګرامه بېلابېلو وزني کټګوریو کې ورزشکارانو ګډون کړی دی.
دا سیالۍ د تجربو د ترلاسه کولو او د ووشو غوره لوبغاړو موندلو په موخه پیل شوي دي، چې دوې ورځې به دوام وکړي.
