بلخ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۷ - ۱۳:۲۸
بلخ کې د ۷۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په حيرتان ښارگوټي کې د ۷۰ پهلونانو ترمنځ د کورش سیمه ییزې سیالۍ وشوې.

د دغو سیالیو په پایله کې د ۵ جوړو لوبې مساوي او ۳۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.

د یادو سیالیو موخه د کورش سیمه ییزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه شپه يې دوام وکړ او په پای کې غوره پهلوانانو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۳:۲۴
Background image

د فوټسال له ۱۷کلنو کم عمره لوبډله په المپیکي سیالیو کې نن شپه له پاناما سره خپله لومړۍ لوبه کوي

د فوټسال له ۱۷ کلنو کم عمره ملي لوبډله د ځوانانو فوټسال ۲۰۲۶ المپیکي سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه نن شپه د کابل پر مهال ۸ بجې له پاناما هېواد سره ترسره کوي.

په دغو سیالیو کې افغان لوبډله. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۳:۲۱
Background image

کابل کې د ۴۰ سوک وهونکو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ پيل شوې

د کابل ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همکارۍ او د سوک وهنې ملي فدراسيون له لوري د ياد فدراسيون په ورزشي جمنازيوم کې د کابل ښار له څلورو زونونو او د کابل له کوهدامن سيمو څخه د ۴۰. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۸/۱۱ - ۱۰:۳۹
Background image

پکتیا؛ مرکز ګردېز ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولايت په مرکز ګردېز ښار کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د نیازیو منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS