کندز ؛ په کلباد ولسوالۍ کې د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند فوټبال فدراسيون د استازولۍ او کلباد ولسوالۍ ورزشي مدیریت له لوري د ١٢ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ، چې دوه ورځې مخکې پيل شوې وې پای ته ورسېدې.
د دغو سياليو په پايلوبه کې خاتون قلعه لوبډلې خپلې سيالې کلباد لوبډلې ته د ٢ پر ۱ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله.
