پکتيکا؛ مدت خېلو لوبډلې د سرحد اتلانو جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

org2_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۵:۳۵
پکتيکا؛ مدت خېلو لوبډلې د سرحد اتلانو جام په نوم د فوټبال سياليو اتلولي وگټله

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ او د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د مرکز اړوند ملک ورزشي لوبغالي کې د ۳۵ لوبډلو ترمنځ د "سرحد اتلانو جام" په نوم د فوټبال سيالۍ د مدت خېلو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سياليو پايلوبه کې مدت خېلو لوبډلې خپلې سيالې شرنې لوبډلې ته د ۲ پر صفر گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

دا سيالۍ د هېواد سرحدي ځواکونو څخه د لوبغاړو د ملاتړ په موخه ترسره شوې، چې په پای کې د مسؤلينو له لوري؛ اتلې او نائب قهرمان لوبډلې ته يو يو عراده موټرسايکل د انعام په توگه ورکړل شو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۱
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري دیاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په. . .

BACK TO NEWS