بامیان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د قوم غیب علي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۹/۱۸ - ۱۱:۵
بامیان کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د قوم غیب علي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د بامیان ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري په یاد ولایت کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ، چې یوه اوونۍ مخکې پيل شوې وې د قوم غیب علي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په پایلوبه کې قوم غیب علي لوبډلې خپلې سیالې اتحاد داد علي لوبډلې ته د ۳/۲ ګولونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.

د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی رامنځته کول او د فوټسال لوبو ته وده ورکول و، د سیالیو په پای کې غوره لوبډلې ته کپ او مډالونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۱
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري دیاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په. . .

BACK TO NEWS