لوگر کې د ۹٫۶ ميليونو افغانيو په لگښت يو معیاري جمنازيوم پرانيستل شو

org_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۹/۲۰ - ۹:۵۸
لوگر کې د ۹٫۶ ميليونو افغانيو په لگښت يو معیاري جمنازيوم پرانيستل شو

د لوگر ولايت په مرکز پل علم ښار کې د انجينر حفيظ الله يوسفي په مالي لگښت د ۹٫۶ ميليونو افغانيو په ارزښت يو معياري جمنازيوم د يوې ځانگړې غونډې په ترڅ کې رسماً پرانيستل شو.

د ښاغلي يوسفي په وينا: دغه جمنازيوم پر يو وخت د شاوخوا ۱۰۰۰ ننداره چیانو د ځایېدو ظرفيت لري، چې کارونه يې په ۶ مياشتو کې بشپړ شول.

د يادونې وړ ده، چې د پرانيستلو په مراسمو کې د لوگر ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت مسؤلينو، قومي مخورو، ورزشکارانو او د ورزش گڼ شمېر مينوال گډون کړی وو.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۱۰/۲۶ - ۱۰:۲۱
Background image

ننګرهار؛ خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري دیاد ولایت په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د ٢٠ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ وشوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په. . .

BACK TO NEWS