هلمند کې د ۸۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ملي او دوديزو لوبو مدیریت له لوري د مارجې او نادعلي ولسواليو ۸۰ تنو پهلوانانو ترمنځ د غېږ نيونې سيالۍ وشوې.
د يادو سياليو په پايله کې نادعلي ولسوالۍ پهلوانانو د زياتو برياوو په خپلولو سره لومړی مقام ترلاسه کړ.
دا سيالۍ د ځوانانو د سالم مصروفیت او يووالي په موخه وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
