پکتیکا؛ مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې
د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په مرکز ښرنه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې پنځه ورځې به دوام وکړي.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه کې محمد یوسف لوبډلې د ۸ پر ۷ ګولونو په توپیر خپلې سیالې شیرباز لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
