د ورزش ادارې مرستيال د ش.ه.ید عبدالرحيم لېسې د فوټبال له ميدان څخه لېدنه وکړه

org2_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۱ - ۱۰:۵
د ورزش ادارې مرستيال د ش.ه.ید عبدالرحيم لېسې د فوټبال له ميدان څخه لېدنه وکړه

\د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست او د فوټبال ملي فدراسيون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او ورسره مل پلاوي د ش.ه.يد عبدالرحيم عالي لېسې د فوټبال او باسکټبال له ميدانونو څخه لېدنه وکړه او د يادې لېسې مسؤلينو ته يې د پاتې کارونو د بشپړېدو ډاډ ورکړل.

د ورزش ادارې مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ د دې لېدنې پرمهال وويل:« په مکاتبو او مدرسو کې ورزش د زده کړو ترڅنگ ډېر مهم فکتور دی، له دې ځايه وړ ورزشکاران ولايتي او ملي لوبډلو ته لار پیدا کوي.» ښاغلي ځدراڼ همداراز زياته کړه د هېواد ورزش اداره تل هڅه کوي، چې په مکاتبو او مدرسو کې ورزش د پام وړ وده وکړي او د دې لپاره ځانگړي پلانونه په پام کې لري.

د ش.ه.يد عبدالرحيم عالي لېسه د کابل ښار دشتي برچي سيمه کې موقيعت لري، چې شاوخوا لس زره(۱۰۰۰۰) زده کوونکي په درېيو بېلو وختونو کې پر زده کړو بوخت دي، دغه لېسه د فوټبال، باسکټبال او واليبال ورزشي ميدانونه لري، چې له دغه ځای څخه وړ ورزشکاران ولایتي او ان تر ملي لوبډلو رسېدلي دي.

د ويلو وړ ده، چې دغه لېدنه د هېواد د ورزش ادارې او د فوټبال ملي فدراسيون فني او مسلکي مرستيال حافظ احمد جان ځدراڼ او ورسره مل پلاوي، د کابل پوهنې رياست کې د بدني روزنې مسؤل احمد ضياء نائبي او د يادې لېسې د مسؤلينو په شتون کې ترسره شوه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۱۲
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۷
Background image

میدان وردګ؛ سیدآباد ولسوالۍ کې د کې‌ون کېک بوکسېنګ ۴۰ ورزشکارانو ته دارتقأ کمربندونه ته ورکړل شول

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د کېک بوکسېنګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې د کېک بوکسېنګ ۴۰ ورزشکارانو ته د ارتقأ بېلابېل کمربندونه. . .

جمعه ۱۴۰۵/۸/۸ - ۱۷:۵
Background image

هلمند؛ خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په خانشین ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د مرکزي حوزې منتخبې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو. . .

BACK TO NEWS