کندز؛ کلباد ولسوالۍ کې د ١٨ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په کلباد ولسوالۍ کې د ١٨ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ د یاران عارف خان لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې یاران عارف خان لوبډلې د ٣ پر صفر ګولونو په توپیر خپلې سیالې اتحاد الچین لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه ترسره شوې، چې دوې ورځې یې دوام وکړ.
