ننګرهار؛ کوټ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په کوټ ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ، چې ۱۵ ورځې مخکې پیل شوې وې؛ د کوټ مرکزي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې کوټ مرکزي لوبډلې د ۳ پر یو میدان په توپیر خپلې سیالې بهار کلا لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
